Ich will Deutsch lernen

د المانۍ ژبې د زده کړې آنلاین پورتال

“ich-will-deutsch-lernen.de” (www.iwdl.de) یو د زده کړې آنلاین وړیا پورتال دی. دا تاسو ته د A1 درجې څخه تر B1 درجې تر کچې تاسو ته ډېر تمرینونه او همداراز د دویم رسم الخط د زده کړې په اړه پراخ مواد وړاندې کوي.
د “ژبه او مسلک” په برخه کې تاسو 30 منظرې پیدا کولی شئ چې په هغو کې د مسلکي رابطو لپاره د B1+ درجې تر کچې پراخه پیمانه تمریني مواد شته.

تعلیمي پورتال دا شیان وړاندې کوي

د “ich-will-deutsch-lernen.de” سره تاسو بېخي په انفرادي توګه او هر وخت الماني ژبه تمرینولی او زده کولی شئ. تاسو په خپله ددې خبرې تصمیم نیسئ چې کوم تمرینونه کله او په کوم رفتار کې ترسره کوئ. په دې کې به تاسو سره د یو بااستعداد استاذ لخوا بېخي په انفرادي توګه کومک کېږي.

د ګیم پلان او د زده کړې لارې

د “ich-will-deutsch-lernen.de” تمرینونه د یو مخکې نه جوړ شوي تعلیمي پلان له مخې د تختې په لوبه ترتیب شوي دي. تاسو په خپله تصمیم نیسئ چې څنګه یې پیلول غواړئ – او دا هم چې ایا تاسو د لوبې په پلان کې د مخکې نه محفوظه شوې “ایډیال” تعلیمي لاره تعقیبول غواړئ او که د زده کړې بېخي ازادې برخې انتخابوئ. تاسو هر وخت کولی شئ چې تمرینونه تکرار کړئ او یا د زده کړې کچه بدله کړئ. او د “د زده کړې دوسیه” کې تاسو د خپلې زده کړې پرمختګ لیدلی شئ.
Deutsch lernen online und kostenlos - Spielplan

Schnitzel und Dolmades - د تعلیمي پورتال لپاره ویب دوکان

د یوناني فامیل څانتیدیس، د ترکي کیوسک دوکانونو د مالکانو امرې، د ډینمارکي زده کوونکې اینګا او د هغې د انډیوال او ګاونډیانو د ژوند کیسې تاسو ته د “ich-will-deutsch-lernen.de” سره په بېلابېلو ورځنیو وضعیتونو کې د ژبې پراخ مواد وړاندې کوي چې کار پرې وکړئ. ویب دوکان تاسو په 45 برخو کې اړوندو درسونو ته بوځي او د یو سور تار په څېر مو په تمام پورتال کې لارښودنه کوي.

دا یې طریقه ده

  • تاسو د www.iwdl.de لاندې په خپل ایمیل ادرس سره په وړیا توګه ځان راجستر کړئ – فورمه یې ستاسو لپاره په 16 ژبو کې موجوده ده.
  • له هغې وروسته تاسو ته د تصدیق د لینک یو ایمیل درځي، تاسو باید په هغې کلیک کړئ، تر څو د نوم د ثبتولو پروسه مو بشپړه شي او ورپسې هماغه وخت تاسو په تعلیمي پورتال کې کار کولی شئ: هر وخت او هر چیرته.
کله چې تاسو د خپل کورس د مشر په یو درسي ګروپ کې ګډون کول غواړئ، نو تاسو د هغه/هغې څخه یو شفر ترلاسه کوئ. په دغه شفر او خپل ایمیل ادرس سره تاسو په اسانۍ کولی شئ چې د ویبسایټ لومړي مخ ته ورداخل شئ. دا خبره په پام کې ونیسئ چې تاسو د “راجستر کېدل” په بټن کلیک ونکړئ.
ایا غواړئ چې د ځان راجستر کولو نه مخکې یو ځل هسې پام وکړئ؟ د هغې لپاره د “مېلمه” دخول انتخاب کړئ چې په هغې سره تاسو د “ich-will-deutsch-lernen.de” مواقع راسپړلی شئ.

کومک

د تعلیمي پورتال په هره برخه کې ستاسو لپاره کومکي فیلمونه موجود دي. هغوی درته اړوندې تعلیمي برخې او د تمرینونو هغه ډولونه چې تاسو پرې کار کوئ تشریحوي. همداراز ستاسو استاذ درسره د “ich-will-deutsch-lernen.de” په استعمال کې په خوښۍ کومک کوي.

دلته په کلیک کولو نېِغ تعلیمي پورتال ته ورځئ

www.ich-will-deutsch-lernen.de