Einstieg Deutsch

د ژبې د زده کړې ایپ

د “الماني پیلول” په نامه د ژبې د زده کړې ایپ تاسو ته د ژبې د ابتدايي زده کړې لپاره تمرینونه وړاندې کوي. هغه د ژبې د استعمال د ضرورت د ابتدايي او سمدستي کچې څخه پیلېږي او هدف یې دا دی چې د المانۍ ژبې زده کړه ډېر زر یوې اساسي کچې ته ورسول شي. لږ وخت وروسته به مو تر ټولو مهم لفظونه او اصطلاحات زده کړي وي او د فقرې زده کړي جوړښت کې به تنوع پیدا کولی شئ.

د ``الماني پیلول`` په نامه د ژبې د زده کړې ایپ دا ځانګړتیاوې لري

  • وړیا دی
  • په لسو ژبو (عربۍ، دري، انګلیسي، فارسۍ، فرانسوۍ، کورمانسۍ، پښتو، تیګرینیا، ترکۍ، اردو) کې په بشپړه توګه ژباړل شوی دی
  • په 15 موضوعاتو لکه “ډاکټر ته تلل”، “دولتي کارونه” یا “سودا اخیستل” ویشل شوی – چې په دې طریقه دا موقعه وړاندې کوي چې په سمدستي توګه یو د ورځنۍ چارې وضعیت ته ورداخل شئ – بالکل د خپلو شخصي اړتیاو له مخې
  • د آفلاین استعمال وړ دی

ایپ کېې دا شیان وړاندې شوي

  • د موضوع اړوند لنډ معلومات او مشورې
  • په سلائډ شو کې د المانۍ ژبې غږیز متنونه او په ډېرو ژبو کې ورته لیکل شوې ترجمه
  • د ژبې د اورېدلو، پرې خبرې کولو او لوستلو د استعدادونو د ټریننګ لپاره په هر ډول او هره بڼه جوړ شوي تمرینونه
  • د ګڼ شمېر ژبو لفظونو او فقرو کتاب
  • د ګڼ شمېر ژبو د لغاتو ټرینر
  • تعلیمي ګیمونه (دا مهال د جوړېدلو په حال کې دي)

دلته په وړیا توګه کښته کول

د iOS لپاره بڼه

اندروید لپاره بڼه